Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۵کلنه دښمني هواره شوه

ef41b004-d6b8-4934-ba35-8f9b5533c839

د میدان‌وردګ محلي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په جغتو ولسوالي کې د «دوو کورنیو ترمنځ ۲۵ کلنه» دښمني د یاد ولایت چارواکو ، علماو او قومي مشرانو په منځګړیتوب هواره شوه.

د جغتو ولسوالي، ولسوال بهرام حنفي پ دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، د جغتو ولسوالي په «موکه» کلي کې د محمدامین او عبدالغفار کورنیو ترمنځ شخړه رامنځته شوې وه چې د یادې شخړې په ترڅ کې دوه کسان وژل شوي وو او دغې دښمني ۲۵ کاله دوام کړی و.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

حنفي زیاته کړه، د جغتو ولسوالي محلي چارواکو، علماو او قومي مشرانو په منځګړیتوب نن دغه شخړه او دښمني هواره شوه او له دواړو لورو ضمانتونه هم اخیستل شوي دي.

غونډه کې محمدامین او عبدالغفار کورنیو غړیو یوه او بل ته بښنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې له نن څخه وروسته به د دښمني پر ځای دوستي پالي.

د جغتو ولسوالي یوه قومي مشر حاجي لطیف سلام‌وطندار ته وویل، خوښ دی چې په دغه ولسوالي کې د څو کلونو راهیسې د دوه کورنیو ترمنځ دښمني په دوستي بدله شوه.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نوموړي له حکومت او علماوو وغوښتل چې د دغه ولایت په پاتې ولسوالیو او کلیو کې هم ورته شخړې او دښمنیو هواري ته کار وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام