د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د جمعې په ورځ یوې اقتصادي غونډې ته ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د «ترجیحي» سوداګري په اړه خبرو ته چمتو دی او په دې اړه خبرېاترې هم روانې دي.
له دې سره هممهاله د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مسوولان وايي، له خبرواترو او د څو دوهاړخیزو مواردو له حل وروسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ ترجیحي سوداګري پیل شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغې خونې رییس نقیبالله ساپي سلاموطندار ته ویلي، ترجیحي سوداګري به هغه مهال د دواړو هېوادونو لپاره مهمه او ګټوره وي چې له دواړو هېوادونو ورته جنسونه غوره شي.
هغه زیاتوي: «ترجیحي سوداګري د دواړو هېوادونو لپاره ډېره مهمه ده او هغه مهال به ګټه وکړي چې د دواړو لوریو توکي یو ډول وي. تعرفه او ګمرک به هر کال وي؛ دا ډول سوداګري ډېره مهمه ده او خبرېاترې پرې روانې دي. څو موارد دي چې که بحث پرې وشي او له مخې لرې شي، هوکړې ته به ورسېږو.»
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې سلاکار محمد مخلص وايي، د روان کال د مارچ په ۲۶مه د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ له وروستۍ ناستې سره سم د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ کې د ۱۰ قلمه توکو چې اته یې کرنیز او دوه نور یې تولیدي او صنعتي توکي دي، پر ترجیحي کېدو پرېکړه شوې ده.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مسوولان ترجیحي سوداګري د توکو په لېږد کې د لګښتونو کمولو، په بازار کې د توکو بیې راکمولو، د راکړې ورکړې زیاتولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوهاړخیزې سوداګرۍ پراختیا لپاره مهمه بولي.
په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوهان هم ترجیحي سوداګري ګټوره بولي او د اسلامي امارت مسوولانو ته وړاندیز کوي چې که پاکستان سره پر دې سوداګري هوکړې ته ورسېږي، باید له اسلاماباده پوخ سوداګریز ضمانت واخیستل شي. د دوی په اند، تېرو تجربو ته په کتو پاکستان له افغانستان سره سوداګریزو قراردادونو ته ژمن نهدی پاتې شوی.
د اقتصادي چارو کارپوه قیس محمدي سلاموطندار ته ویلي: «د پاکستان اقتصاد تر فشار لاندې دی او دا وېره ورسره ده چې د افغانستان بازار هم ورو ورو له لاسه ورکوي؛ نو هڅه کوي چې افغانستان ته امتیاز ورکړي.»
د یادونې ده چې افغان سوداګرو په تېر څه باندې یوه کال کې له هغه وروسته چې پر افغان سوداګرو د پاکستان حکومت محدودیتونه زیات کړل، د پاکستان پر ځای تر ډېره د ایران له لارې سوداګرۍ ته دوام ورکړی دی.