د لوګر محلي چاراکي وايي چې د وروستیو اورښتونو له امله د دغه ولایت په ازرې ولسوالي کې لسګونه د هستوګنې کورونه نړېدلي او سلګونه جریبه کرنیز فصلونه هم لهمنځه تللي دي.
د لوګر د والي ویاند صدیقاحمد صدیقي سلاموطندار ته وویل، د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله په ازرې ولسوالي کې د هستوګنې ۹۰ کورونه نړېدلي او ۱۸۰۰جریبه کرنیز فصلونه او بڼونه لهمنځه تللي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
صدیقي زیاته کړه، د وروستۍ واورې او سړې څپې امله په دغه ولایت کې لسګونه لوي او واړه څاروي هم لهمنځه تللي دي.
هغه همدارنګه له کورنیو او نړیوالو موسسو وغوښتل چې په دغه ولایت کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله له زیانمنو شویو کورنیو او بزګرانو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
د ازرې ولسوالي یوه اوسېدونکي رسولګل سلام وطندار ته وویل، وروستیو اورښتونو او د واورې اوروښت له امله په دغه ولسوالي کې د کوچیانو سلګونه څاروي لهمنځه تللي، سلګونه جریبه کرنیز فصلونه او بڼونه لهمنځه تللي دي.
د نوموړي په وینا، د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله ډېری کوچیان په ازرې او خوښۍ ولسوالیو کې مالي زیانونه لیدلي دي.
باید وویل شي چې اورښتونو له امله د لوګر په مرکز پلعلم او خروار ولسوالیو کې د مالي زیانونو وراخوا پنځه کسان هم مړه شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.