Asset 1SWN

لوګر کې د یوه کور چت لوېدو له امله څلور کسان مړه شوي

8989898989898989989

د لوګر محلي چارواکي وایي چې د مرکز پل‌علم ښار اړوند په «پادخواب شانه» کلي کې د یوه کور چت لوېدو له امله څلور کسان مړه شوي دي.

د دغه ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس رفېع‌الله صمیم سلام‌وطندار ته وویل، دغه پېښه د احسان‌الله په نوم د یوه کس د کور خونې چت نړېدو له امله رامنځته شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

صمیم زیاته کړه، په پېښه کې دوه مېرمنې او دوه ماشومان مړه شوي دي. یاده پېښه بېګاه شپه رامنځته شوې. هغه همدارنګه زیاته کړه چې په دې پېښه کې د سر زیان سربېره د کور خاوند ته مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د پادخواب شانه سیمې اوسېدونکي وایي، دغه پېښه د زیاتو اورښتونو له امله رامنځته شوې او په پېښه کې مړه شوي کسان ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باید وویل شي چې تېره اوونۍ هم د دغه ولایت په خروار ولسوالي کې د یوه کور چت لوېدو پېښه کې یوه مېرمن مړه شوې وه او یو ماشوم ټپي و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام