د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چارواکو په مرکز پلعلم کې یوې غونډې ته وویل، ټولې مخابراتې شبکې اړې دي چې د سېمکارتونو ثبت لپاره پېرودونکو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست رییس مطیعالله عابد وویل، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته د سېمکارتونو ثبت لومړیتوب لري او مخابراتي شبکې اړې دي چې د خپلو پېرودونکو ټول کارېدونکي سېمکارتونه ثبت کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه همدارنګه د مخابراتي او انټرنېټې شبکو په ولایتي څانګو غږ وکړ چې د ښځينه او نارینه پېرودونکو د سېمکارتونو راجستر برخه کې بشپړې اسانتیاوې رامنځت او خپلو مشتریانو سره نرم چلند وکړي.
نوموړي زیاته کړه، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې شاوخوا ۱۰مخابراتي سایټونه فعاله کړي چې زرګونه کسان له مخابراتي او انټرنټې خدمتونو برخمن شوي دي.
د لوګر د مخابراتو ریيس په مخابراتي کمپنیو غږ وکړ چې د مرکز په شان لروپرتو ولسوالیو کې هم خلکو ته مخابراتي او انټرنېټې خدمتونه برابر کړي.
د لوګر مرکز پلعلم ښار یوه اوسېدونکي عبیدالله سلاموطندار ته وویل، له تېرې یوې میاشتې راهیسې هڅه کوي چې خپل سېمکارت په خپل نوم ثبت کړي، خو په مخابراتي شبکو د ګڼېګونې له امله نده توانیدلی چې خپل سېمکارت ثبت او راجستر کړي.
نوموړي مخابراتي شبکو ته وړاندیز وکړ چې په مرکز پل علم او ولسوالیو کې د سېمکارتونو ثبت لپاره مرکزونه زیات کړي، څو پورې مشتریان وکولای شي چې په اسانۍ سره خپل سېمکارتونه ثبت کړي.
دوه ورځې وړاندې د اترا ملي ادارې له مخابراتي شبکو غوښتي دي، چې په راتلونکو ۶ میاشتو کې د پېرودونکو ناثبت سیمکارتونه ثبت کړي.
دې ادارې ټینګار کړی، چې ټول مخابراتي شرکتونه مکلف دي، څو په ننګرهار، پکتیکا، بدخشان او تخار ولایتونو کې د ثبت او راجستر بهیر ته لومړیتوب ورکړي او د میاشتې ۲۵۰ زره سیمکارتونه باید ثبت کړي.