Asset 1SWN

تېر یوه کال کې له لوګر د ۳۵۰میلیونه افغانیو په ارزښت صادارت شوي

لوګر ولایت

 د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست چارواکي وایي چې د تېرکال پرمهال یې د ۳۵۰میلیونه افغانیو په ارزښت توکي صادر کړي چې د تېر کال په پرتله ۱۵سلنه زیاتوالی ښيي.

د صنعت او سوداګرۍ ریاست رییس شبیراحمد صدیقي سلام‌وطندار ته وویل چې د تېر یوه کال په ترڅ کې یې په کور دننه او بهر بازارنو ته د ۳۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت صادارت کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

صدیقي زیاته کړه،«په تېر یوه کال کې مو د لوګر له کرنیزو محصولاتو، وچې او تازه مېوې، کچالو، پيازو او رومیانو، ترڅنګ قیمتي ډبرې، نیمه قیمتي ډبرې، خوراکي او غیرخوراکي توکي په کور دننه او بهر بازارونو ته د خرڅلاو په موخه صادر کړي دي.»

نوموړی همدارنګه وایي چې د تېرکال په پرتله سږ کال د لوګر په صادرات کې ۱۵سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د صنعت او سوداګرۍ رییس زیاته کړه چې د صادارتو د زیاتېدو لامل د سوداګرو ستونزو ته پر وخت رسېدنه، د امنیت ټينګښت او سوداګرو ته د پانګونې برخه کې اسانتیا رامنځته کول دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

لوګر صنعت او سوداګرۍ ریاست په داسې حال کې د صادارتو د زیاتېدو خبره کوي چې ددغه ولایت بزګرانو، بڼوال او سوداګر بهر ته د صادراتو برخه کې له پراخو ستونزو سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام