Asset 1SWN

سلام وطندار

یو جاپانی انجینیر د ناکامورا د نیم‌ګړو پروژو بشپړېدو لپاره افغانستان ته راغلی

ffffffffreehrer

یو تقاعد شوی جاپانی انجینیر د تتسو ناکامورا د بشردوستانه مرستو دوام او د نوموړي د نیم‌کړیو پروژو بشپړېدو لپاره افغانستان ته راغلی دی.

نوریو اووا له څه مودې راهیسې افغانستان کې د تتسو ناکامورا پر نیم‌ګړو پروژو کار روان کړی او د اوبو رسونې ترڅنګ د شاړو ځمکو د زرغونتیا هڅې یې هم پیل کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د جاپان اساهي شېبمون ورځ‌پاڼې نن «شنبه، ډسمبر ۲۳مه» پر خپل وېب‌سایټ په خپور کړي راپور کې د اووا له قوله ویلي: «موږ به خپلې تجربې او پوهه له محلي متخصصانو سره شریکه کړو او استفاده به ترې وکړو، که څه هم موږ د ناکامورا وړتیا او عمل په پرتله د مقایسې وړ نه‌یوو.»

اووا د روان کال سپټمبر میاشت کې د افغانستان ختیځ کې د یوه کال جوړېدو لپاره یادې سیمې ته ورغلی چې دغه کانال د ۳-۴ کیلومټره په اوږدوالي سره جوړېږي.

ډاکټر تتسو ناکامورا د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر پر څلورمه په ننګرهار کې د یوه وسله‌وال برید پر مهال ووژل شو چې تراوسه یې د وژنې پړه چا پر غاړه نه‌ده اخستې.

ناکامورا په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو او د خیر ښې ګېڼې فعالیتونو له امله د ګڼ‌شمېر افغانانو په زړونو کې ځای درلود او لاهم د نوموړي ویر کوي.

سلام‌وطندار پر اېکس وڅارئ

د افغانستان ختیځ کې د نوموړي له وژنې وروسته د اوبو لګونې او د شاړو ځمکو د زرغونتیا پروژې په ټپه ودرېدې چې اوس یې نوریو اووا د هغه دې پروژو بشړتیا ته ملا تړلې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام