د کورنيو چارو وزارت د ټرافيکو عمومي رياست مسوولان وايي، د بېاسناده موټرسايکلونو د راټولولو لړۍ یې درې ورځې وړاندې پيل کړې او تراوسه یې کابل ښار څخه ۹۰۰ بېاسناده موټرسایکلونه راټول کړي او د پولیسو ښارګوټي ته یې لېږدولي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کورنيو چارو وزارت د ټرافیکو عمومي رياست اداري مرستیال تمیم احمد عصمتي وویل، له دې وروسته به کابل ښار کې د بېاسناده موټرسایکلونو ګرځېدو ته اجازه ور نهکړل شي.
هغه زیاتوي چې: «ښار کې د بېاسناده موټرسایکلونو راټولولو لړۍ تېرو دریو ورځو راهیسې پیل شوې. دغه موټرسایکلونه تراوسه په ګمرکي مکتوب ګرځي او د ټرافیکو له لوري ورته څو ځله ویل شوي چې ټرافیکو ریاست څخه د ګرځېدو جواز ترلاسه کړي، خو هغوی دغې غوښتنې ته پام نه دی کړی. مونږ دغه بهیر پیل کړی او تېرو څو ورځو کې مو ۹۰۰ عرادې موټرسایکلونه راټول کړي او د پولیسو ښارګوټي ته مو لېږدولي دي.»
د کورنیو چارو وزارت د ټرافیک پولیسو عمومي ریاست د مسوولانو په وینا، د کابل په شمول د هېواد په ټولو ولایتونو کې د بېاسنادو موټرسایکلونو د راټولولو لړۍ پیل شوې ده.