د پکتیکا د ګیان ولسوالي یو‌شمېر زلزله‌‌ځپلې کورنۍ وايي چې د نږدې دوو کلونو په تېرېدو سره لاهم ورته سرپناه نه‌ده جوړه شوې او خېمو کې ژوند کوي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي، د تېر کال ژمي پر مهال د سرپناه نشتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو او په وینا یې، لوړ عمر لرونکي او ماشومان پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي او ځینو یې خپل ژوند هم له لاسه ورکړی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یاد ولایت د ګیان ولسوالي اوسېدونکي عبدالله وویل چې د تېر کال شوې زلزله کې یې کورونه ویجاړ شوي او تراوسه یې غم نه‌دی خوړل شوی.

هغه وویل: «تراوسه دومره کار هم نه‌دی راته شوی چې موږ هغه د ژمي ګذاره ‌پهکې وکړو، یوازې تېرکال د ای‌ویک په نوم موسسې تېرکال زموږ سره ژمنۍ مرستې وکړې چې موږ هغه ژمی ښه تېر کړ. دغه دی اوس بیا مخې ته ژمی راروان دی، موږ اوس دې ته په سوچ او فکر کې یو چې په موږ به دا ژمی څنګه تېریږي، ځکه یو‌این‌ایچ‌سي‌ار موږ ته د زرو کورونو جوړولو ویلي و، وې ویل چې سږ کال به یې دوه سوه کورونه جوړوي.»

د ګیان ولسوالي ځایي مسوولان او په دې ولسوالي کې د مرستو د وېش کمېټې غړي هم وایي چې دې ولسوالي کې د ۱۴۰۱ کال د اوړي زلزلې له امله ټول څه باندې اووه زره کورونه ویجاړ او زیانمن شوي دي.

د ګیان ولسوالي د ولسوال مرستیال محمدتلوار وایي چې د سرپناه د نه‌شتون له امله اوس هم ګڼې کورنۍ له ستونزو سره مخ دي.

نوموړي وویل: «دلته ۷۴۶۱ کورونه په تېره زلزله کې دلته ویجاړ او زیانمن شوي و په دې کې ۸۵۰ شاوخوا کورونه جوړ شوي او خلکو ته سرپناه لپاره تسلیم شوي دي او په ۲۷۰۰ کورونو باندې اوس کار روان دی او ۸۰۰ کورونه  د یو‌این‌ایچ‌سي‌ار په لیست کې شته «هغه یې جوړوي» او د پاتې هغو تر اوسه هم هېچا غم نه‌دی خوړلی.»

هغه زیاته کړه چې د ډبلیو‌ایف‌پي موسسې پرته د ګیان ولسوالي له زلزله‌ځپلو سره له تېرو نهه میاشتو راهیسې د کومې موسسې او بنسټ له‌خوا د خوراکي توکو مرسته هم نه‌ده شوې.

په ورته وخت کې د پکتیکا د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولان وایي، تراوسه یې د موسسو او نورو بنسټونو په مرسته شاوخوا ۲۸۴۶ کورونه جوړ او زیانمنو کورنیو ته یې د هستوګنې لپاره سپارلي دي.

د پکتیکا د پېښو پر وړاندې دمبارزې رییس مطیع‌الله منصور سلام‌وطندار ته وویل چې یوازې ۸۰۰ کورونه چې د یو‌این‌ایچ‌سي‌ار له‌خوا یې د جوړېدو ژمنه شوې وه، په راتلونکي پسرلي کې به یې چارې پیل شي.

هغه وویل: «اوس وخت کې ۲۸۴۶ کورونه جوړ شوي او زر کورونه یو‌این‌ایچ‌سي‌ار هم نیولي سروې یې کړې او راتلونکي پسرلي کې به یې شاید کارونه پیل کړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ګیان ولسوالي زلزله‌ځپلي کورنۍ غوښتنه کوي چې د ژمي د تېرېدو لپاره دې ورته لنډمهالې سرپناه برابرولو برخه کې ورسره مرستې وشي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام