Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې په ۳۰ میلیونه افغانیو د بندونو د جوړېدو چارې پيل شوې

۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵

د میدان‌وردګ د سیندیزې حوزې ریاست چارواکي وایي چې نرخ ولسوالي کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځه ذخیروي بندونو د جوړېدو چارې پيل شوي چې په راتلوونکو درېوو میاشتو کې به بشپړ او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي.

 د یاد ولایت د سیندیزې حوزې ریيس محمدحلیم وویل، په پام کې ده چې د میدان‌وردګ مرکز میدان‌ښار او  ۹ ولسوالیو کې شاوخوا ۱۰۰ واړه او لوی ذخیروي بندونه جوړ شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه دغه‌راز زیاته کړه چې اوس په میدان‌وردګ کې په ۲۵ بندونه عملي کار پيل شوی او له بشپړېدو سره به یې تر ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه شي او د سېلابونو مخنیوی به وشي چې د اوبو زېرمه کېدو لپاره به زمینه برابره شي.

د میدان‌وردګ والي قاري بختیار معاذ وویل، ا.ا نظام هڅه کوي چې په میدان‌وردګ کې د اوبو مدیریت برخه کې اساسي پروژې عملي کړي.

نوموړي د میدان‌وردګ پر اوسېدونکو غږ وکړ چې د اوسني نظام ملاتړ وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د میدان‌وردګ اوسېدونکي هم خوښ دي چې په دغه ولایت کې په پنځه ذخیروي بندونو کار پيل شوی، خو ټينګار کوي چې ورته بندونه دې د میدان‌وردګ په پاتې ولسوالیو کې هم جوړ شي، څو د کرکېلې لپاره مناسبو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام