Asset 1SWN

سلام وطندار

ازبکستان کې د چاودنې له امله یو کس وژل شوی او ۱۶۲ ټپیان دي

2023-09-28T054603Z_119889082_RC2HH3A8KX65_RTRMADP_3_UZBEKISTAN-BLAST-1695885018

د ازبکستان پلازمېنې تاشکند هوايي ډګر ته نږدې د یوې چاودنې له امله یو کس وژل شوی او ۱۶۲ نور ټپیان دي.

چاودنه نن پنج‌شنبه د سپټمبر ۲۸مه هوايي ډګر ته نږدې په یوه ګُدام کې شوې چې له کبله یې شاوخوا ودانیو ته هم زیان اوښتی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ازبکستان روغتیا وزارت په یوه بیان کې ویلي، چاودنه کې یو ځوان هلک وروسته له هغې ووژل شو چې د چاودنې له امله د ماتې شوې کړکۍ دړې پرې راولوېدې.

د وزارت په بیان کې همداراز راغلي چې ۱۳۸ ټپیان له روغتون رخصت شوي او ۲۴ نور بیا د ټپونو له امله روغتونونو کې بستر دي.

د ازبکستان د بېړنیو چارو وزارت هم په یوې خبرپاڼه کې د پېښې د پلټنې خبر ورکړی او په وینا یې، وضعیت تر کنترول لاندې دی.

په ورته مهال ازبکستاني چارواکو ویلي چي هوايي ډګر کې د الوتکو الوتنې په عادي توګه روانې دي او په وینا یې، د چاودنې له کبله د الوتنو بهیر نه دی ټکنی شوی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تراوسه د یادې چاودنې لامل نه‌دی روښانه شوی او نه هم چارواکو تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه ویلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام