مراکش کې د یوې زورورې زلزلې له امله تراوسه ۲۹۶ کسان مړه شوي او ګڼشمېر کورونه او ودانۍ یې ویجاړې کړې دي.
زلزله بېګاه شپه ناوخته د دغه هېواد په غرنیزو سیمو کې شوې چې له امله یې ۱۵۳ کسان ټپیان شوي هم دي.
د مراکش چارواکو همداراز د شوې زلزلې له امله د مرګژوبلې د زیاتېدو له امله اندېښنه هم ښودلې ده. د مراکش د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې بېګانۍ زلزلې د دغه هېواد «الحوز، اوارزازیت، ماراکیچ، عزیلال، چیچاوا او تارودانت لړزولي دي.
بېګاه شپه د مراکش په ګڼشمېر ښارونو کې له زلزلې وروسته خلکو د زلزلې د نورو ټکانونو له امله ټوله شپه تر شنه اسمان لاندې تېره کړه.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د زلزلې مرکز ته تر ټولو نږدې ښار ماراکیچ اوسېدونکو ویلي، په زاړه ښار کې چې د یونېسکو نړیوال میراث هم دی، ګڼشمېر ودانۍ نړېدلې دي.
د مراکش جیوفیزیک مرکز ویلي، د ریښتر په کچه ۷،۲ درجې زلزلې مرکز د اطلس د لوړو غرونو په «ایغل» سیمه کې و.

خو د امریکا ځمکپېژندنې ادارې بیا د زلزلې شدت ۶،۸ ښودلی او ویلي یې دي چې ژورتیا یې ۱۸ کیلومټره دننه په ځمکه کې وه. ایغل سیمه د مراکش په سوېل کې پروته ده چې کوچني کلي لري او خلک یې تر ډېره پر کرنه بوخت دي. زلزله د شپې ۱۱ بجې شوې ده.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
له ۲۰۰۴ کال راهیسې دا په مراکش کې تر ټوله مرګونې زلزله بلل کېږي. هغه مهال په شوې زلزله کې څه باندې ۶۰۰ کسان مړه شوي وو.