د پکتیا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز ګردېز ښار کې یې د اتلس میلیونه افغانیو په لګښت د دوه نیم کیلومټرو په اندازه د ویالو جوړولو چارې پیل کړې.
د یادو ویالو د جوړولو چارې نن سهشنبه د وږي ۱۴مه د ګردېز ښار د غزني لین سړک دواړو غاړو ته پیل شوې.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته د ګردېز ښاروال سيدنظيم مزمل وویل چې ياده پروژه د ښاروالي په مالي لګښت پلې کيږي او په وینا یې، په بشپړېدو سره به يې د ګردېز اوسېدونکو ته ډېرې اسانتياوې رامنځته شي.
نوموړي زیاته کړه چې د باران پرمهال به غزني لين هټۍوال له ستونزو سره مخ و او د اوبو وتو لاره نه وه چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به دا ستونزه هواره شي.
نوموړي وويل: «نن چې موږ دغه پروژه افتتاح کړه د غزني لين د سرک دواړه غاړو ته ویالې دي، په اساسي ډول جوړېږي، اوږدوالی یې دوه نيم کيلومتره دی د دې ويالو يو متر په ژوروالي او د اويا سانتي مترو په پلن والي جوړيږي. په اساسي ډول جوړېږي، یعنې اوسپنيز سيخونه هم پکې استفاده کېږي او اتلس میلیونه لګښت پرې راځي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
هغه زیاته کړه چې دامهال د ګردېز ښاروالي له لوري په ښار کې شپږ پروژې روانې دي چې ټولییز لګښت يې تر سل میلیونه افغانيو اوړي او چارې به يې ژر بشپړې شي.