Asset 1SWN

اندونیزیا کې د رسټورانټونو مالکان: د سپي غوښې پر پلور بندیز نشو منلی

20230807_144123-1692837250

وروسته له هغې چې اندونیزیا کې د «سپي غوښې» پر پلور د بندیز هڅې پیل شوې، دغه هېواد کې د یو‌شمېررسټورانټونو مالکان وايي، خپلې راتلونکې ته اندېښمن دي.

اندونیزیا کې د «سپي غوښې» ځانګړي رسټورانټونه شته چې د «سپي غوښې» کباب، سوپ او نور خواړه برابروي او ګڼ‌شمېر مینه‌وال لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه اندېښنې وروسته له هغې ډېرې شوي چې د اندونیزیا په یو‌شمېر سیمو کې چارواکو د سپي غوښې پر پلور او سوداګرۍ د بندیز اعلان وکړ.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور پر بنسټ، د رسټورانټونو مالکان وېره لري چې ښايي دغه هېواد کې به د سپي‌ غوښې پر پلور او سوداګرۍ بندیز ولګول شي.

د یو‌شمېررسټورانټونو مالکانو الجزیرې ته ویلي، که د سپي غوښې پر سوداګري بندیز ولګول شي، دوی به یې په اړه اعتراض وکړي.

لېنا ګینتینګ چې دولس کاله کېږي اندونیزیا کې په خپل کوچني رسټورانټ کې د بېلابېلو حیواناتو له غوښې خواړه پخوي، الجزیزې ته ویلي: «زه نشم کولای دا بندیز ومنم، که اجازه نه‌لرم د سپي‌ غوښه وپلورم، نو پیسې له کومه وګټم.»

تېره میاشت د اندونیزیا په شمالي سولاوسي کې چارواکو د سپي او پیشو پر حلالولو او د غوښې پر پلور یې بندیز ولګاوه. دغه سیمه چې پر حیواناتو د «ظلم څلي» په نوم شهرت لري، له کلونو راهیسې د حیواناتو د حلالولو او د غوښې د پلور ستر بازار دی.

په ډېری نورو سیمو کې هم محلي چارواکو د ورته اقدام هوډ کړی او مرکزي حکومت د حیواناتو د غوښې سوداګرۍ ناقانوني کولو لپاره هڅې پیل کړي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اندونیزیا په ځینو سیمو کې د سپي او نورو حیواناتو د غوښې خوړل، فرهنګي رېښې لري، خو ګڼ‌شمېر کسان بیا د دې کار مخالف دي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام