Asset 1SWN

د کابل امنیه قومنداني: د عاشورا مراسمو لپاره ټينګ امنیت نیول شوی

۴۴۴

د عاشورا ورځې په رانږدې کېدو سره د کابل د امنیې قومنداني مسوولان وايي چې د عاشورا مراسمو لمانځنې لپاره کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي چې د محرم ورځو کې د کابل ښار د امنيت ټینګښت لپاره د امنیتي بنسټونو او د «اهل‌تشیع» مشرانو ترمنځ یو ګډ کمېسیون هم جوړ شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدران سلام‌وطندار ته وویل: «د اهل‌تشیع مذهبي مراسمو امنیت لپاره د کابل امنیې قومنداني، استخبارات، دفاع او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او اهل‌تشیع مشرانو ترمنځ یوه ګډه کمېټه رامنځته شوې چې د دوی په مشورو، د تکیه‌خانو او جوماتونو امنیت نیول کېږي.»

په ورته وخت مهال د اهل‌تشیع یو‌شمېر عالمان د کابل ښار لوېدیځ کې د جوماتونو او تکیه‌خانو د امنیت ټینګښت برخه کې د ا.ا له امنیتي ځواکونو مننه کوي او ورڅخه غواړي چې خلکو سره ښه چلند وکړي.

د افغانستان د اهل‌تشیع علماوو د شورا غړی عبدالله افضلي وایي، د ا.ا امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د حسیني عزادارنو امنیت ټینګ کړي، څو خپل مذهبي مراسم په ښه توګه وکړي.

نوموړي وویل: «ا.ا ۱۳زره امنیتي ځواکونه چې اردو او ملي امنیت په‌کې شامل دي، د عاشورا ورځې امنیت ټينګښت لپاره ګومارلې دي.»

د کابل ښار لوېدیځ کې د «رسول اکرم، مهدويه، وحدت، پنج‌تن او امام‌زمان» جوماتونو مسوول حمید هم له خلکو غوښتنه کړې چې د عاشورا ورځو کې له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

نوموړي وویل: «هغو سیمو کې چې د محرم مراسم کېږي، په امن او سوله‌ییزه فضا کې خپل مراسم ترسره کوي او هېڅ راز امنیتي ستونزه شتون نه‌لري.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د عاشورا مراسم هرکال د هېواد پلازمېنه او ولایتونو کې په ځانګړو امنیتي تدابیرو ترسره کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام