د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن سهشنبه د جولای ۱۱مه د بنګلدېش له کرېکټ ملي لوبډلې سره درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کوي.
ټاکل شوې چې دغه سیالي نن ۱۲:۳۰ بجې د کوربه بنګلدېش د ظهوراحمد چوهدري نړیوال لوبغالي کې وشي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
افغانستان له دې وړاندې په دوو یو ورځنیو لوبو کې بنګلدېش ته ماته ورکړې او د درېوو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ یې تراوسه ۲-۰ ګټلې ده.
که کېدونکې درېیمه لوبه کې افغانستان بنګلدېش ته ماته ورکړي، دا به لومړۍ ځل وي چې افغانستان د کرېکټ نړیوالې شورا له یوه بشپړ غړيتوب لرونکي هېواد څخه لوبلړۍ ۳-۰ کټي.
د افغانستان او بنګلدېش د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ په شویو پنځو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې درې ځلې افغانستان او دوه ځلې بنګلدېش بریاوې خپلې کړې دي.
دواړو لوبډلو بیا په خپلو وروستیو یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې دوه دوه لوبې بایللې دي. افغانستان له وروستیو کړیو پنځو یو ورځنیو لوبو درې ګټلي دي. بنګلدېش بیا دوه ګټلې او یوه یې د باران له امله لغوه اعلان شوې ده.
افغانستان له دې وروسته له بنګلدېش سره دوه شل اووره لوبې هم لري چې لومړی هغه به یې د روانې جولای میاشتې په ۱۴مه راتلونکې جمعه پیل شي.