Asset 1SWN

سلام وطندار

د ډبلیو‌اف‌پي د مرستو بندېدل؛ افغانان: په مرستو مو ژوند روان دی

FDXtdIZXEAM7qpp

د خوړو نړیوال پروګرام «WFP» د روان ۲۰۲۳ کال په اکتوبر میاشت کې افغانستان کې اړمنو کورنیو سره د خپلو مرستو د بندېدو خبر ورکړی دی.

د یاد خبر له خپرېدو وروسته یو‌شمېر هغه افغان کورنۍ چې مرستو ته اړمنې دي، وايي، که مرستې پرې بندې شي، له سختې لوږې سره به مخ شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د باميان اوسېدونکى قادر وایي، د مرستندويه بنسټونو مرستې د ده او کورنۍ د اړتیاوو پوره‌کېدو یوازینۍ لاره ده او په وینا یې، که دغه مرستې ترلاسه نه کړي، ګڼو ستونزه سره به لاس او ګرېوان شي.

هغه زیاتوي چې معلول دی او د کار کولو توانه نه‌لري او هغه مرسته چې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري ورسره کېږي، شپه او ورځ په تېروي.

هغه وویل: «کور کې پنځه کسان یوو او معلول یم. د خوړو نړیوال پروګرام مرسته باندې شپه او ورځ تېرو، که مرسته بنده شي، زه وزګاره یم او د کور اړتیاوې نشم پوره کولای، ماشومان مې کوچني دي.»

د لوګر مرکز پل‌علم ښار د «بابوس» سيمې اوسېدونکى رازمحمد چې د يوې ۷ کسيزې کورنۍ مشر دى وايي، له څو مياشتو راهيسې د خوړو نړيوال پروګرام له لارې د خپلې کورنۍ د خوراکي توکو اړتياوې پوره کوي او که دا مرستې دوام ونه‌کړي، هغه به ستونزو سره مخ شي.

هغه وویل: «څو میاشتې کېږي چې د خوړو نړیوال پروګرام خوراکي توکي ترلاسه کوو، دغه خوراکي توکي مو شپه او ورځ دي، که بند شي له ستونزو سره به مخ شو، کار هم نشته او قیمتي هم ده.»

د دایکندي د ميرامور ولسوالي اوسېدونکى قربان هم وايي، د بې‌وزلي او وزګارتيا له امله د خپلې کورنۍ اړتياوې نه‌شي پوره کولای او که د خوړو نړیوال سازمان مرستې بندې شي، د هغه کورنۍ به هم سختې لوږې سره مخ شي.

هغه وویل: «اقتصاد مو کمزوری دی، که دا مرستې نه وي، څنګه به ګذاره کوو، موږ ستونزه کې یو او کار هم نشته. کرنه هم نشته، خپله ناروغ یم، یوازینۍ لاره مرستې دي چې خپل خواړه پرې برابروو.»

له دې سره د اقتصاد وزارت چارواکي وايي، نړیواله ټولنه او مرستندویه موسسې دې اوسني وضعیت کې اړمنو افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د دغه وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب سلام‌وطندار ته وویل: «اوسنیو شرایطو کې چې هېواد‌وال مو مرستو ته اړتیا لري، له یوې خوا اقتصادي بندیزونه او له بل لوري د نړیوالو مرستو بندېدل، نه باید داسې پرېکړې وشي. د دې ترڅنګ نړیواله ټولنه باید بنسټ‌ییزو پروژو ته پام وکړي، څو اقتصادي ستونزې حل شي. دا مرستې باید د فشار په بڼه ونه کارول شي، موږ هڅه کوو چې اقتصادي ستونزې په جدي توګه هوارې کړو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

یوشمېر اړمن افغانان داسې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام د بشري مرستو بندېدو څخه اندېښنه څرګندوي چې د دغه سازمان د اټکل له مخې به، د روان کال اګست میاشت کې افغانستان کې اړمنو سره د خوراکي توکو د مرستو کچه راټیټه او اکټوبر میاشت کې به پای ته ورسږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام