د خوړو او درملو ملي ادارې مسوولان وايي چې په ۱۴۰۱ کال کې یې د ګمرکونو په بشپړ کنټرول سره د خوړو او درملو د قاچاق ۷۰ سلنه مخه نیولی شي او د پاتې ۳۰ سلنه فساد سره د مبارزې لپاره د لوړپوړو چارواکو د مرستې غوښتنه کوي.
دوی ټینګار کوي چې تېر کال یې د خوړو او درملو د کیفیت تضمین لپاره له ۴۹ زرو ډېر ازمايښتونه کړي او ۱۶ زره کیلوګرامه بېکیفیته خواړه او درمل یې سوځولي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست عبدالباري عمر وايي، تېر کال توانېدلي چې د دې ادارې تر ټاکلې موخې یې یوازې په محدودو څلورو ولایتونو کې عواید را ټول کړي دي.
هغه زیاتوي: «په ۱۴۰۱ کال کې زموږ عواید شل میلیونه افغانۍ ټاکل شوې وې، خو موږ د کابل په ګډون، یوازې په څلورو ولایتونو کې تر ۷۵ میلیونه افغانۍ عواید را ټول کړي چې په نورو ولایتونو کې زموږ د ادارې د څانګو په جوړولو سره به لا ډېر عواید را ټول شي.»
هغه ټينګار کوي چې د روڼتیا او خوړو او درملو د کیفیت تضمین په موخه پر ځینو طرحو کار کوو چې له مخې به یې سېسټمونه برښنايي شي او د کتنې بهیرونه به یې هم راڼه شي.
په همدې حال کې د خوړو او درملو ادارې د جواز ورکولو رییس احسانالله صدیق وايي چې له تېر کال راهیسې یې د درملو د تولید نهو کارخونو ته د فعالیت جوازونه ورکړي او له دوو زرو ډېرو درملجوړوونکو ته د کار اسانتیاوې برابرې شوې دي.
هغه زیاتوي: «موږ په ۱۴۰۱ کال کې شپږو تولیدي کارخونو او ۲۱۸ سوداګريزو شرکتونو ته د فعالیت جوازونه ورکړي دي. همدارنګه، ۲۰۸۷ فارمسېسټانو/درملجوړوونکو خپل جوازونه اخیستي دي. سږ کال تر اوسه درېوو کارخونو، ۳۲ سوداګریزو شرکتونو او ۳۱۰ فارمسېسټانو د کار جوازونه اخیستي دي.»
احسانالله صدیق زیاتوي چې اوس په افغانستان کې د درملو د تولید ۹۵ کارخونې فعالیت کوي.