Asset 1SWN

میدان وردګ کې د هاوان مرمۍ چاودنې دوو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

a9c9605d-5af7-489f-8899-9a9dd727eab4

د میدان وردګ د امنیې قومانداني مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې له تېرو جګړو د پاتې هاوان مرمۍ چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او بل هم ټپي شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د میدان وردګ امنیې قومانداني سلام‌وطندار ته په یوه لېږلې خبرپاڼه کې لیکلي چې دا پېښه د غبرګولي په څلورمه، د پنجشنبې ورځ د دغه ولایت د سیداباد ولسوالي په شنیز سیمه کې شوې ده.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې یادو ماشومانو د هاوان په مرمۍ لوبې کولې چې پرې چاودلې او په پایله کې یې یو ماشوم وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادونې ده چې له تېرو جګړو د را پاتې مرمیو او نورو مهماتو چاودنو تل له افغانانو، په ځانګړې توګه له ماشومانو قرباني اخیستې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام