د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل پنجشنبه د سلواغې شپږمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره لیدلي دي.
دغه لیدنه چې پرون شوې د ایران له ځانګړي استازي سربېره، د دغه هېواد د سفارت مرستیال او د څلور کونسلګریو مسوولانو پهکې ګډون درلود.
ضیااحمد تکل همداراز لیکلي چې په ناسته کې د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد او د بهرنیو چارو وزارت یوشمېر رییسانو هم شتون درلود چې په وینا یې، دواړو لوریو د ویزو برخه کې پر اسانتیاوو، د سوداګرۍ، کرنې او نورو برخو خبرې کړې دي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان کې د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي تازه کابل کې د دغه هېواد د نوي سفیر په توګه ټاکل شوی او څو ورځې مخکې یې هم امیرخان متقي سره لیدلي و.
هغه مهال ایراني لوري امیرخان متقي سره د لیدنې پر مهال له هلمند سینده د خپلې حقابې غوښتنه کړې وه.
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
د دې ترڅنګ دې لیدنه کې د ایران نوي سفیر وړاندیز کړی و چې د افغانستان اوبه باید په سمه توګه مدیریت شي او د ضایعکېدو مخه یې باید ونیول شي.