په روزګان کې يوه سرچينه وايي چې ناپېژنده وسلهوالو بېګاه د دغه ولايت په دهراود ولسوالي کې یوه کور ته وراوښتي او یو کس یې پهکې وژلی دی.
سرچینې چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلاموطندار ته ویلي چې ناپېژنده کسان د شپې یوولسنیمې بجې د دهراود ولسوالي په يکوريې سيمه کې یاد کس په ډزو وژلی دی.
د سرچینې په وینا، اسلامي امارت د پېښې په تړاو یو شکمن کس هم نیولی دی. تر اوسه روښانه نهده چې یاد کس چا او ولې وژلی دی؟
سلاموطندار هڅه وکړه چې په دې اړه د مسوولانو نظر هم واخلي، خو هغوی زموږ اړیکې ځواب نه کړې.
دا لومړۍ پېښه نهده، بلکې تر دې مخکې هم په روزګان کې ورته پېښې شوې دي.