د نورستان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د شویو اورښتونو له امله راوتلیو سېلابونو د یوې ښځې په ګډون درې کسان مړه کړي دي.

د دې ولایت د پېښو پروړاندې د چمتووالي رییس قیام الدین وايي، سېلابونو د نورګرام ولسوالي د پوشک او کولتڼ سیمو څخه د یوې ښځې په ګډون درې کسان مړه کړي او د نورګرام ولسوالي ترڅنګ یې په واما، منډول او برګي‌مټال ولسوالیو کې خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زياتوي چې په دې سېلابونو کې د واما ولسوالي د ارچڼو او د برګي‌مټال ولسوالي د اولیګل او بدینشاه، همدارنګه د نورګرام ولسوالي د کولتڼ او پوشک سیمو او د منډول ولسوالي په یو‌شمېر نورو سیمو کې د هستوګنې کورونه، کرنیزې ځمکې، ژرندې، کانالونه او سرکونه ویجاړ شوي او خلکو ته يې مالي زیانونه اړولي دي.

دا په داسې مهال ده چې پرون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې بارانونه شوي چې پرمهال سېلابونه راوتلي او خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د راپورونو له مخې، پرون په میدان وردګ هم د شوي اورښتونو له کبله سېلابونه رواتلي چې له امله یې ۱۵ کسان مړه شوي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام