افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو پرمهال ګڼشمېر رسنیو د اطلاع رسونې په برخه کې وده وکړه چې د ملاتړ لپاره یې هېواد کې یوشمېر ملاتړو ادارو هم په فعالیت پیل وکړ.
خو د جمهوري نظام د پرځېدو پرمهال له افغانستان څخه د خبریالانو د تخلیې بهیر له پیل سره هممهاله داسې راپورونه خپاره شول چې د خبریالانو او رسنیو ملاتړي بنسټونه د خبریال له نوم څخه ناوړه استفاده کوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یو بل اعتراض کوونکی رقیب فیاض وايي، د خبریالانو هغه ملاتړي بنسټونه چې له تېرو شلو کلونو راهیسې جوړ شوي مشروعیت نه لري او اسلامي امارت او نړیوال سازمانونه باید له دوی سره همکاري ونهکړي.
په ورته د خبریالانو او رسنیو ملاتړی بنسټ یا نی مسوولان یادې ادعاوې ردوي او سلاموطندار ته یې ویلي چې دغه بنسټ، د خبریالانو کاري پیاوړتیا لپاره لنډمهاله ځانګړي ښوونیز کورسونه جوړوي.
د نی مسوول ګلاغا فقیرزاده وايي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه جواز لري او له دغه ادرسه چا ته د خبریالۍ سندونه نه ورکول کېږي او یوازې د خبریالۍ ښوونیز بهیر پرمخ وړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د سرپرست حکومت نظر هم له ځان سره ولرو، خو بریالي نهشو.