بېګاه شپه په ننګرهار کې یوې دیني مدرسې ته لاسي بم وراچول شوی چې له امله یې ۸ زدهکوونکي ټپیان شوي دي. دا په هېواد کې وروستۍ او تازه امنیتي پېښه ده چې په اړه یې راپور ورکول کېږي.
د دې ترڅنګ پرون پر کابل څو راکېټونه ویشتل شوي چې ویل کېږي موخه یې د علماوو لویه غونډه وه. له دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ورته امنیتي پېښې رامنځته شوي چې د خلکو د اندېښنو لامل شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په همدې حال کې پوځي شنونکي په دې باور دي چې د حکومت او ولس ترمنځ د واټن یو لامل هم امنیتي پېښې دي چې په وینا یې، که خلک پر حکومت باور پیدا کړي، د امنیت د ټينګښت په برخه کې به له حکومت سره همکاري وکړي.
د پوځي چارو شنونکی اسدالله ندیم وايي: «له امنیتي پلوه د افغانستان وضعیت خراب دی. حکومت باید ورته پام وکړي. هڅه دې وکړي چې د خلکو باور ترلاسه کړي. که خلک پر حکومت باوري شي، له حکومت سره به همکاي وکړي او امنیت به ټينګ شي.»
افغانستان کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې په داسې مهال دي چې یوشمېر هېوادونو او بنسټونو په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو له شتون او فعالیت څخه اندېښنې څرګنده کړې وه.
خو د چارو ځينې شنونکي په دې باور دي چې ښايي یوشمېر ترهګرو ډلو د اسلامي امارت په لیکو کې نفوذ کړی وي او هېواد کې د امنیت خرابوالي لپاره زمینه برابره وي.
د دوی په وینا، د اسلامي امارت سرپرست حکومت تراوسه د امنیت ټينګښت په برخه کې کمزوری عمل کړی دی.
د یادونې وړ ده، که څه هم د اسلامي امارت سرپرست حکومت په وار وار هېواد کې د امنیت د ټينګښت ډاډ ورکړی، خو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په دې وروستیو کې امنیتي پېښې شوې دي.
موغوښتل چې هېواد کې د امنیتي وضعیت په اړه د اسلامي امارت د سرپرست حکومت د مسوولانو نظر هم له ځان سره ولرو، خو له هڅو سره سره بریالي نهشو.


