په پکتیکا ولایت کې د بېګانۍ زلزلې له امله د مړو شمېر څه باندې ۱۰۰۰ کسانو ته لوړ شوی دی.

د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس امین حذیفه سلام‌وطندار ته ویلي چې د پکتیکا ګیان، برمل او نکې ولسوالیو کې د شوې زلزلې له امله څه باندې ۱۰۰۰ کسان مړه شوي او شاوخوا ۱۵۰۰ کسان ټپیان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، مرستندویه ډلې سیمې ته رسېدلې او د خاورو لاندې د ټپیانو او مړو د راایستلو عملیات روان دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ همداراز ویلي چې ښايي د مړو او ټپیان شمېر له دې هم زیات شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام