کابل کې د افغان خصوصي ټلوېزیون مسوولان ادعا کوي چې پرون د اسلامي امارت لسګونه ځواکونه دغې رسنۍ ته ورغلي او د مصرف کړې برښنا د پیسو د نه ورکړې په پلمه یې رسنۍ ور تړلې ده.

د دوی د ادعاوو پربنسټ، د اسلامي امارت ځواکونو د دغې شبکې کارکوونکو ته د زنداني کولو ګواښ هم کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغان ټلوېزیوني شبکې رییس احمد شاه افغان‌زي سلام‌وطندار ته ویلي،  د اسلامي امارت هغه ځواکونه چې دغې رسنۍ ته ورغلي وو، مشر یې ځان د برښنا شرکت تجارتي رییس معرفي کاوه او د دغې رسنۍ د ودانۍ تخلیه کولو لپاره یې کارکوونکو ته درې ورځې وخت ورکړی دی.

هغه ټینګار کوي چې څو کاله کېږي، دغې رسنۍ له دولتي برښنا څخه استفاده نه ده کړې او د برښنا پیسې هم پرې نه دي پاتې.

دې سره د رسنیو ملاتړي بنسټونه د اسلامي امارت د ځواکونو پر دغه ګام نیوکه کوي او وايي، د رسنیو ستونزې باید له قانوني لارو حل شي. د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون غړی ظریف کریمي سلام‌وطندار ته وايي:

خو د برښنا شرکت مسوولانو لومړی د دغو ادعاوو په ردولو سره سلام‌وطندار ته وویل، چې دوی د پور ترلاسه کلوو لپاره یوه مېلمستون ته تللي وو خو وروسته یې نورو جزییاتو کې وویل، چې د افغان ټلویزیون د دریو جایدادونو د پور ترلاسه کولو لپاره یې دغې رسنۍ ته مراجعه کړې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا داسې مهال دی چې د افغان خصوصي ټلوېزیون د رییس په وینا، دې وروستیو څو میاشتو کې دغه رسنۍ څو ځله د اسلامي امارت له خوا څېړل شوې او یو ځل هم د دغې رسنۍ یو کارکوونکي د اسلامي امارت ځواکونو له خوا وهل ټکول شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام