په لوګر ولایت کې د پلعلم ټرافي په نوم د کرېکټ لوبې د پیل شویو سیالیو اتلولي د پکتیا لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.
د «پلعلم ټرافي» په نوم د کرېکټ سیالیو پایلوبې ته د پکتیا او لوګر لوبډلو لار پیدا کړې وه چې پکتیا لوبډلې په پنځو وېکټو لوګر ته ماته ورکړه او د یادو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کابل، پکتیا، پکتیکا او غزني ولایتونو د کرېکټ استازیو د لوګر په کوربهتوت د «پلعلم ټرافي» په نوم د کرېکټ یادې سیالۍ یوه لویه لاستهراوړنه وبلله او په راتلونکې کې یې د ورته سیالیو پر دوام ټينګار وکړ.
د لوګر د کرېکټ امریت د معلوماتو له مخې، د «پلعلم ټرافي» په نوم د کرېکټ سیالۍ نږدې دوه اوونۍ وړاندې د دې ولایت په کوربهتوب د لوګر، پکتیا، پکتیکا، غزني او کابل ولایتونو د ۶ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې.