هلمند کې د شته روانو اوبو سربېره، د دغه ولایت زرګونه هکتاره ځمکې، د کیندل شویو ژورو څاه‌ګانو پرمټ اوبه کېږي.

که څه هم تراوسه د دغو ژورو څاه‌ګانو کره شمېر نه دی معلوم، خو د یاد ولایت کروندګر وايي، اړ دي چې پر هر لس جریبه ځمکه له ۴۵ متره څخه تر ۱۲۰مترو پورې ژورې څاه‌ګانې وکیندي، څو خپلې ځمکې پرې خړوبې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د تریخ ناوړ سیمې اوسېدونکی خدای‌نور او د نوزاد ولسوالي اوسېدونکی غوث‌الدین توحید وایي چې د ځمکې لاندې د اوبو د کچې ټیټېدو له امله اندېښمن دي.

دوی وایي، په سیمو کې یې ډېری باغونه وچ شوي او یوشمېر خلک د اوبو د کمښت له امله له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته کډه شوې دي. د دوی په وینا، په ډېرو سیمو کې د څښاک اوبه هم نه پیدا کېږي.

د هلمند د اوبو مدیریت یو انجینیر عبدالواحد سعادت وایي چې د ژورو څاه‌ګانو نامسلکي کیندل، د باران کمښت او د ځمکې پر سر د اوبو کمښت او همدارنګه د اوبو ناسم مديريت، هغه لاملونه دي چې د ځمکې لاندې د اوبو د کمښت لامل شوي دي.

وموغوښتل چې په هلمند کې د ژورو څاه‌ګانو د نامسلکي کیندنې او د سطحي اوبو د مدیریت د مخنیوي په موخه د دغه ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست او د نورو اړوند مسوولانو نظر هم واخلو، خو بریالي نه‌شو. د یادونې وړ ده چې په هلمند ولایت کې له شلو کلونو راهیسې د ژورو څاه‌ګانو د کیندنې چارې په نامسلکي توګه روانې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام