د اسلامي امارت مسوولانو نن د کابل ښار اماني لېسه کې د یو لړ مراسمو پرمهال په رسمي توګه د نوي ښوونیز کال پرانیسته وکړه.
د نوي ښوونیز کال زنګ داسې مهال ووهل شو چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکوونکو پر زدهکړو بندیز بیا هم وغځول شو.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اسلامي امارت د چارو ادارې مرستیال شیخنورالحق د نوي ښوونیز کال د پرانیستې مراسمو کې د ښوونې پر معیاري کولو ټینګار وکړ او وې ویل، ښوونه باید داسې وي چې د هېواد ارزښتونه له منځه لاړ نه شي.
په همدې حال کې د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین سعید احمد شهیدخېل دغو مراسمو کې وویل، اسلامي امارت تېرو شلو کلونو کې قربانۍ ورکړي او دغه قربانۍ یوازې د علم لپاره وې.
هغه له زدهکونکو غواړي چې د ابوریحان البیروني، فخر رازي و ابن سینا په څېر د هېواد پرمختګ لپاره هڅه وکړي. د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین ټینګار کوي چې هېوادوال دې د رامنځ ته شویو ستونزو پر وړاندې غم ولري.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره په دې ورستیو ۷ میاشتو کې له شپږم ټولګۍ پورته نجونو زدهکوونکو ښوونځي ته د تللو اجازه نهده ترلاسه کړې.
د پوهنې وزارت تیره ورځ اعلان وکړ چې د هیواد په سطحه له لومړي ټولګي تر ۱۲ پورې، هلکان او نجونې زدهکوونکې ښوونځیو ته تللی شي، خو نن یو ځل بیا له شپږم ټولګي پورته نجونو زدهکوونکو ته د زدهکړو اجازه ور نه کړل شوه.