د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاهمحمود قریشي ویلي، ټاکل شوې د راتلونکې سېشنبې او چهارشنبې پر ورځو د افغانستان د سیاسي ستونزو او بشري مرستو په تړاو په دغه هېواد کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډه جوړه شي.
د چارو ځینې شنونکي که څه هم افغانستان سره د سیاسي او بشري مرستو په برخه کې د اسلامي همکاریو سازمان یاده غونډه ګټوره بولي، خو وایي چې دغه غونډه د اسلامي امارت په رسمیت پېژندو سره مرسته نه شي کولی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نړیوالو چارو کارپوه خپلواک ځاځی وایي، سره له دې چې د اسلامي همکاریو سازمان د نړۍ په کچه دویم ستر سازمان دی، خو د لوېدیځو هېوادونو تر اغېز لاندې دی او امریکا سره ځینې تړونونه هم لري چې د هغوی له اجازې پرته به افغانستان کې بنسټيزې پروژې پیل نهکړي او نه به هم اسلامي امارت په رسمیت وپیژني.
نوموړي سلاموطندار ته وویل: «تر کوم ځایه چې زه دا وضعیت ارزوم، فکر نه کوم چې کوم هېواد دې جرات وکړي چې اوسنیو شرایطو کې زمونږ اوسنی نظام په رسمیت وپېژني او هغه هم د امریکا د غوښتنې خلاف عمل ترسره کړي. ولې که چېرته تر دې غونډې پورې امریکا شین څراغ ورته وښیي او اساسي مسایل مطرح کړي، په رسنیو کې چې دا هېوادونه ډاډمن شي او د هغه په رڼا کې دا اعلان وکړی، په هغه کې شک نشته.»
د سیاسي چارو بل کارپوه فضل الرحمان اوریا وایي، د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان خپله تېره ناسته کې کړې ژمنې تر ډیره عملي کړي او دا غونډه به هم له سیاسي او اقتصادي پلوه د افغانانو په ګټه وي.
هغه وویل، د افغانستان اوسني اقتصادي وضعیت ته په کتو به د اسلامي همکاریو سازمان مرستې اغیزمنې وي.
په همدې حال کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وایي، سره له دې چې په دې اړه ورسره جزییات نه دي شریک شوي، خو هره نړیواله ناسته چې افغانستان سره د مرستې او همکارۍ په موخه جوړیږي اسلامي امارت یې په مثبته بولي.
هغه وویل: «په هر هېواد کې چې کومه غونډه جوړیږي او د افغانستان پر مسایلو بحث کیږي او له افغانانو سره د همکاری او مرستو یا پرمختګ تصامیم ورکی نیول کیږی، همکاری رامنځ ته کیږی، مونږ یی هرکلی کوو.»
د یادونې ده چې د اسلامي همکاریو سازمان تېره غونډه کې چې اسلاماباد کې جوړه شوې وه، افغانستان سره بشري، سیاسي او نورو برخو کې د مرستو ژمنې وشوې، چې یوه برخه یې عملي شوې هم ده.
دا داسې مهال دی، چې د اسلامي همکاریو سازمان دې وروستیو کې کابل کې خپل سفارت هم پرانیستی دی او د دې سازمان لخوا د افغانستان د مرستې له صندوق سره څه باندې یو میلیون ډالره مرسته شوې ده.