Asset 1SWN

کندوز کې ۱۲ امنیتي او دفاعي ځواکونه وژل شوي

FB_IMG_1609996275864-p103ls97biy56ccd873047dpvqvmlbccgp4qu45kmk

د کندوز محلي مسوولان مني چې په دغه ولایت کې د ملي اردو پر یوې پوستې د طالبانو په برید کې دوه پولیس او ۱۲ پوځیان وژل شوي دي.

د کندوز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي سلام‌وطندار ته ویلي چې طالب جنګیالیو بېګاه شاوخوا ۱۰ بجې د کندوز ښار ختیځ ته د چرخاب سیمې په «سر حوض» برخه کې پر یوې پوستې برید کړی دی.

د نوموړي په وینا، د یادې پوستې او طالبانو ترمنځ له څو ساعته نښتې وروسته پوسته د طالبانو لاس ته ورغلې او له کبله یې د ملي اردو ۱۰ سرتېري وژل شوي دي.

ولي زیاتوي، یوشمېر پولیس چې غوښتل یې د یادې پوستې د سرتېرو مرستې ته ور ودانګي، پر لارې د طالبانو له کمین سره مخ شوي او له کبله یې ۲ پولیس وژل شوي او دوه هاموې ټانګونه یې هم له منځه تللي دي. د هغه د معلوماتو له مخې، طالبانو په یاده سیمه کې ۵ پوځیان او یو پولیس یرغمل کړی دی.

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د اړوندو ادارو نظر هم واخلو، خو د پامیر ۲۱۷ قول‌اردو او د کندوز د امنیتي مسوولانو او د ملي دفاع وزارت نظر مو له هڅو سره سره ترلاسه نه کړ.

د ملي اردو دا پوسته د کندوز‌-‌خان‌اباد پر لویې لارې په دې سیمه کې د ملي اردو وروستۍ پوسته وه.

طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی او ادعا یې کړې چې په یاد برید کې یې ۷ امنیتي ځواکونه وژلي او د «امان او مجید» په نوم د دې پوستې د دوو قوماندانانو په ګډون یې ۹ سرتېري نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون په دوحه کې د دولت او طالبانو د مرکچیانو ترمنځ د سولې دویم پړاو خبرې پیل شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام