Asset 1SWN

سلام وطندار

کابل کې نننیو چاودنو ۲ کسان وژلي او ۳ یې ټپيان کړي

WhatsApp Image 2020-12-26 at 9.25.03 AM

 

امنیتي چارواکي وايي، کابل ښار کې نن سهار د چسپکي ماينونو ۳ چاودنې شوي. د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، دغه چاودنې د کابل ښار په اتمه، شپږمه او درېیمه امنیتي حوزو کې شوي چې له کبله يې ۲ پولیسان وژل شوي او د دوه ښځينه پوليسو په ګډون ۳ کسان نور ټپيان دي.

د معلوماتو له مخې د اتمې حوزې اړوند سيمه کې چاودنې چاته زیان نه دی اړولی.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، دویمه چاودنه چې شاوخوا ۷ بجې د شپږمې حوزې فیض‌محمد کاتب واټ کې شوې، دوه پوليسان په‌کې ټپيان شوي چې روغتون ته لېږدول شوي دي.

او درېيمه چاودنه چې شاوخوا ۹ بجې د کابل د درېيمې امنيتي حوزې شهيد څلور لاره کې شوې، په‌کې ۲ پوليسان وژل شوي او يو ملکي کس ټپي دی.

د يادو بريدونو مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار او ولایتونو کې د چسپکی ماین چاودنې او هدفي وژنې زیاتې شوي چې ډېری قربانیان یې خبریالان، مدني فعالان او ملکي کسان دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام