کابل کې نننیو چاودنو ۲ کسان وژلي او ۳ یې ټپيان کړي

امنیتي چارواکي وايي، کابل ښار کې نن سهار د چسپکي ماينونو ۳ چاودنې شوي. د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، دغه چاودنې د کابل ښار په اتمه، شپږمه او درېیمه امنیتي حوزو کې شوي چې له کبله يې ۲ پولیسان وژل شوي او د دوه ښځينه پوليسو په ګډون ۳ کسان نور ټپيان دي.

کابل کې ماين چاودنې د ۴ ډاکټرانو په ګډون ۵ کسان ووژل

د کابل امنيې قومنداني وايي، د کابل اوومې ناحیې اړوند د چسپکي ماين چاودنې له کبله د څرخي پله د زندان روغتون د ۴ ډاکټرانو په ګډون ۵ کسان وژل شوي دي.

د کابل د امنيې قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، دا پېښه نن سهار د کابل اوومې ناحیې اړوند «دوغ اباد» سیمه کې شوې ده.