په کندهار کې ځایي چارواکي وايي، ارغنداب ولسوالۍ یې له وسلهوالو طالبانو پاکه کړې ده. د ياد ولايت د والي ویاند بهیراحمد احمدي وايي، له تېرې ورځې راهیسې يې د ارغنداب ولسوالۍ ترڅنګ په یو شمېر نورو سیمو کې هم چاڼیز پوځي عملیات کړي دي.
د احمدي په خبره، د ارغنداب ډېری کلي يې له ماینونو پاک کړي او په ډېرو نږدې ورځو کې به د ارغنداب ولسوالۍ بېځایه شوي خپلو مېنو ته ستانه شي.
د کندهار د والي ویاند زياتوي، همدا تېره شپه يې تر ۱۰۰ کړۍ زیات ماینونه شنډ او خنثا کړي دي.
بهیراحمد احمدي وايي، یاد عملیات د افغان ګډو ځواکونو لخوا پرمخ روان دي.
د کندهار د والي ویاند زیاتوي چې امنیتي مسوولان اخته دي چې هرڅومره ژر کېدای شي، سیمي ته له ارغندابه رابېځایه شوي بېرته ولېږدوي.
طالبانو په دې اړه لاهم کومه تبصره نه ده کړې.
له دې سره د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ هغه بېځایه شوي کډوال چې دا مهال د کندهار ښار او ډنډ ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې سخت وضعیت کې ژوند تېروي د دولت له لوري د ارغنداب ولسوالۍ یو ځل بیا نیولو څخه خوشحاله دي او وايي، یوځل بیا به خپلو مېنو ته ستانه شي.
د ارغنداب ولسوالۍ د تابین کلي اوسېدونکی صالح محمد وايي، له کله چې د ارغنداب ولسوالۍ د تصفیې خبر یې اورېدلی، نو له خوښۍ خوب نه ورځي، ځکه د ده په وینا، له توکو ډک کور او له انارو ډک باغونه يې پاته دي.
نوموړی وايي، په دې نږدې ورځو کې به خپل کور او کلي ته ستون شي.
بي بي رقیه هم چې د ارغنداب د جګړو له کبله بېځایه شوې وايي: « که خدای خپل کور ته بیا په روغ صحت ور وستلوم، نو خیرات به وکړم.»
د نوموړې په خبره، په دې لس ورځو کې يې ډېرې خوارۍ ګاللې دي.
دا په داسې حال کې ده چې کندهار ښار ته له نږدې څلورو ولسوالیو څه باندې شپږ زره کورنۍ د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو د نښتو له کبله رابېځایه شوې دي.
له دې سره خواکې د روزګان ولایت مسوولان هم وايي، په ګېزاب او دهراوود ولسوالیو کې د تازه دمه سرتېرو په ورتګ سره وسلهوال په شا شوي او یو شمېر وسلهوالو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
که څه هم دوه ورځې وړاندې د یادو ولسوالیو د سقوط خبرې کېدې؛ خو مسوولان وایي، اوس يې د وسلهوالو ګواښ ډېر کم کړی دی.