د هرات محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوشمېر زلزلهځپلیو کورنیو ته ۶۶ نوي معیارونه کورونه سپارل شوې دي.
هرات کې زلزلهځپلیو ته د رسېدنې کمېسیون ویاند احمدالله متقي «پنجشنبه، وري ۱۶مه» سلاموطندار ته ویلي چې یاد کورونه د ګلران او انجیل ولسوالیو یوشمېر کلیو کې جوړ او زلزلهځپلیو ته ورکړل شوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، دغه کورونه، د یوشمېر صنعتکارانو په مالي لګښت جوړ شوي دي.
هغه همداراز وویل چې د یادو کورونو پر جوړېدو ۳۰میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د ګلران ولسوالي «اسیاب بادک» کلي او د انجیل ولسوالي «حاجي رسول» او «پروانه» کلیو کې جوړ او وېشل شوې دي.
هرات کې زلزلهځپلیو ته د رسېدنې کمېسیون ویاند احمدالله متقي ټينګار کوي چې لا هم زلزلهځپلیو سیمو کې د نویو کورونو د جوړېدو هڅې روانې دي.
هغه زیاته کړه چې تراوسه څه باندې ۴۰۰۰ کورونه د دې ولایت بېلابېلو سیمو زلزلهځپلیو ته جوړ شوي او ټاکل شوې چې نږدې راتلونکې کې ۲۰۰۰ نور کورونه هم جوړ شي.