د زابل د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو د ځانګړو عملیاتو پرمهال ۴۳۰۰ کیلوگرامه نشهیي توکي او له نشهیي توکو سره اړوند کیمیاوي مواد لهمنځه وړي دي.
د زابل د مخدره توکو پر ضد د مبارزې مدیر حافظ کریمالله نعمت سلاموطندار ته وايي، یاده اندازه مواد چې د وروستیو عملیاتو پرمهال ترلاسه شوي وو، له قانوني ارزونې وروسته نن «سهشنبه، چنګاښ ۱۷مه» د قلات ښار په یوې لرې سیمه کې سوځول شوي دي.
په لهمنځه وړل شویو موادو کې ۳۰۰ کیلوگرامه خام چرس، ۴۰۰۰ کیلو د نشهیي توکو د تولید بوټي او ۴۳۰ لیټره تیزابي مواد شامل دي چې د نشهیي توکو په تولید کې کارول کېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغو توکو د سوځولو پرمهال د زابل محکمې استازو، امنیتي او ملکي چارواکو او د یادو عملیاتو نورو مسوولانو ګډون درلود.
چارواکي وایي، د نشهیي توکو پر ضد مبارزه به جدي او دوامداره وي، څو د دې ناوړه پدیدې پر وړاندې اغېزمن ګامونه واخیستل شي.


