لوګر کې په ۴۱ میلیونه افغانیو ۶۸ پروژې ګټېاخیستنې ته وسپارل شوې
د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د تېر یوه کال په ترڅ کې یې د ۴۱میلیونه افغانیو په مالي لګښت ۶۸ بېلابېلې پوهنیزې پروژې بشړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوي دي.
د دغه ولایت پوهنې ریاست رییس مولوي جنتګل عزیز پلعلم کې یوې غونډې ته وویل، یادې پروژې د پوهنې وزارت، کورنیو او نړیوالو موسسو او خیریه بنسټونو په مرسته په یوه کال کې پلي شوي دي.