
افغانستان د اقلیمي بدلون له اړخه د نړۍ درېیم زیانمن هېواد بلل شوی
د ژغورنې نړیوالې کمېټې په تازهګۍ سره ویلي، افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې چې اقلیمي بدلونونو څخه په لوړه کچه زیانمن دي، درېیم ځای کې شتون لري.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې په تازهګۍ سره ویلي، افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې چې اقلیمي بدلونونو څخه په لوړه کچه زیانمن دي، درېیم ځای کې شتون لري.

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د ملګروملتونو امنیت شورا پرېکړهلیک ته په غبرګون کې ویلي چې د ښځو اړوند بحثونه د افغانستان کورنۍ مسله ده او پر نورو هېوادونو اغېز نهلري. د ملګروملتونو امنیت شورا تازه په یوه پرېکړهلیک کې له ا.ا غوښتنه کړې چې د ښځو پر کار او د نجونو پر زدهکړو بندیزونه لرې کړي.

د نیوزیلنډ د کرېکټ ملي لوبډله نن د کوربه پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې سره دویمه یو ورځنۍ سیالي کوي. ټاکل شوې چې دغه لوبه نن شنبه د اپرېل ۲۹مه ۳:۰۰بجې په راولپنډۍ لوبغالي کې ترسره شي.

د هند کرېکټ غوره لیګ په زړه پورې سیالیو په ترڅ کې نن ګوجرات ټایټنز له کلکته نایټراډرز او ډیلي کپېټلز له سنرایزر حیدراباد سره لوبه کوي.

د افغانستان بانک وايي چې سبا یکشنبه د غويي لسمه نېټه به «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.
د افغانستان بانک نن (شنبه د ۱۴۰۲ د غويي نهمه) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا یکشنبه «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

د غزني د پوهنې ریاست مسوولان وايي چې د غزني ښار اړوند سیمه کې بېګاه ناوخته ناپېژنده کسانو د نجونو یو ښوونځی سوځولی دی.

د غزني امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د هاوان مرمۍ د سرګلولې چاودنې له کبله یوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د غزني امنیه قومندان خالد سرحدي سلاموطندار ته ویلي چې پېښه پرون جمعه د غويي اتمه د دغه ولایت د ناوې ولسوالي اړوند «مټاخان» کلي کې رامنځته شوې ده.

مېدانوردګ کې له تېرو جګړو څخه پاتې د هاوان مرمۍ د سرګلولې چاودنې له کبله پنځه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د میدانوردګ چارواکي وایي، پرون جمعه (د غويي اتمه) شاوخوا ۴بجې د دغه ولایت د سیداباد ولسوالي دښتټوپ سیمې په «دیوالګي» کې د هاوان مرمۍ د سرګلولې چاودنې له امله پنځه ماشومان وژل شوي او دوه ټپیان دي.

د «زرغون افغانستان» جام دویم پړاو یو ورځنۍ سیالي نن شنبه د غويي نهمه د څلور لوبډلو په ګډون د خوست په کورني لوبغالي کې پیل شوې.
یاد جام کې څلور لوبډلې «پامیر لېجنټز، هندوکش سټرایکرز، میوند ډېفنډرز او جونییر چمپینز» ګډون لري چې د ملي لوبډلې د لوبغاړو سربېره، د نولس کلنې لوبډلې او کورني کرېکټ لوبغاړي هم پهکې لوبېږي.

د غزني امنيه قوماندان خالد سرحدي سلام وطندار ته ويلي چې پېښه پرون جمعه د اندړ ولسوالي په «ميرهزار» کلي کې د دوو موټرسایکلو د ټکر له کبله رامنځته شوې چې په پايله کې يې يو کس مړ او درې نور ټپيان شوي دي.
د يادې ټرافيکي پېښې لامل د موټرسايکل چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.