د ښځو د ځان وژنو پېښو ډېروالی، ارواپوهان: ټولنیز فشارونه د رواني ستونزو لامل کېږي
د افغانستان ناوړه حالت ورځ تربلې په هېواد کې انساني ناورین لا پسې زیاتوي. خو ښځې د دغه ناورین لومړنۍ قربانیانې دي او هره ورځ د بېلابېلو لاملونو له امله قرباني کېږي.
د افغانستان ناوړه حالت ورځ تربلې په هېواد کې انساني ناورین لا پسې زیاتوي. خو ښځې د دغه ناورین لومړنۍ قربانیانې دي او هره ورځ د بېلابېلو لاملونو له امله قرباني کېږي.
د شهدانو او معلولینو وزارت مسوولانو نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل چې هېواد کې به د ټولو معلولانو او شهدانو ورثهوو ته د شږو میاشتو حقوق ورکړي.
په داسې حال کې چې لوی اختر په نېږدې کېدو دی، د عامې روغتیا وزارت مسوولان خبرداری ورکوي چې د کانګو تبې ناروغي ته باید جدي پام وشي، د بېغوري په صورت کې د خپرېدو احتمال یې شته. د عامې روغتیا وزارت مسوولان له هېوادوالو څخه غواړي چې د اختر په ورځو کې روغتیايي لارښوونو ته پام وکړي.
کابل کې د چین سفیر وانګ یو نن پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له سرپرست سره په یوې ګډه خبري ناسته کې له افغانستان څخه د امریکا په نامسوولانه وتلو نیوکه وکړه. د چین سفیر وویل چې د امریکا په راتلو سره افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ شول او اوس چې دغه هېواد له افغانستانه په غیرمسوولانه توګه وتلی، د افغانانو ستونزې دوه برابره شوي دي.
په داسی حال کې چې لوی اختر ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتي، خو د تېرو کلونو په پرتله د خلکو له لوري د قربانۍ لپاره د څارویو د پېر بازار سوړ دی.
د کابل ښار اوسېدونکي وايي چې هېواد کې د وروستیو سیاسي تحولاتو او د خراب اقتصادي وضعیت له امله نهشي کولای چې د قربانۍ لپاره څاروي واخلي.
د پکتیا مرکز ګردېز ښار اړوند د وچغړک او بالادې سیمو کې د سخت باران او ږلۍ له امله د خلکو ډېری باغونه او کښتونه لهمنځه تللي دي.
د وچغړک سیمې یوه اوسېدونکي حاجي رحیم سلاموطندار ته ویلي چې پروني باران او ږلۍ له امله راوتلو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.
د لوګر محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د څرخ ولسوالي په قلعهنو سیمه کې د اوبو څاه کېندنې پر مهال څاه کې د اکسیجن د نهشتون له کبله یو کس مړ شوی او درې کسان مسموم شوي دي
د لوګر محلي چارواکي وایي چې پرون ناوخته د دغه ولایت د برهکي برک ولسوالي چهارقلعه سیمه کې یوه اته کلنه نجلۍ د خپلې ورېندارې له لوري د تبر په وسیله وژل شوې ده.
د انرژۍ او اوبو وزارت اعلان کړی چې د اقلیمي بدلون، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د نړیوالو باوري سازمانونو د وړاندیونو پربنسټ، د کابل په دریايي حوزه کې د اورښتونو له کبله د سېلابونو د راوتلو وړاندوینه شوې ده.
د افغانستان د خبریالانو مرکز او د افغانستان د خبریالانو د ازادې ټولنې ګډ کلنی (۱۴۰۰) راپور وايي چې د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې د جمهوري دورې په پرتله دوه چنده زیاتې شوې دي. همدارنگه د بې سرحده خبريالانو او د خبريالانو نړيوال فدراسيون وايي، د اسلامي امارت د واکمنۍ له پيل څخه بیا د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ تر ۴ نېټې پورې لږ تر لږه ٥٠ خبريالان او د رسنيو کارکوونکي بند خونو ته اچول شوي او لږ تر لږه اووه خبريالان وژل شوي دي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون