پاکستان بریدونو ته د یوناما غبرګون؛ « ملکي وګړي هېڅکله هدف نشي کېدای»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د افغانستان په خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستاني پوځیانو دبریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د افغانستان په خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستاني پوځیانو دبریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د خوست ولایت د سپېرې ولسوالي د وزیرستاني کډوالو کمپ اوسېدونکي سلام وطندار ته وایي، د پاکستاني ځواکونو دوه الوتکې د شنبېپه ورځ د سهار ۳ بجې د دوی پر کورونو بمبار کړی چې په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۳۰کسان وژل شوي او له۱۵ زیات ټپیان دي.
ایران کې افغان کډوالو سره د تاوتریخوالي او ځورونې په غبرګون کې د اعتراضونو په دوام، د افغانستان « یو د بل منلو » ټولنیز سازماننن کابل کې د سولهییز لاریون پرمهال اسلامي امارت او د ایران دولت څخه وغوښتل چې د افغان کډوالو ستونزې دې د خبرو له لارې حلکړي.
اسلامي امارت په خوست او کنړ ولایتونو کې پر ملکيانو د پاکستاني پوځیانو بریدونه چې له امله یې تر ۳۰ زیات کسان وژل شوي او ګڼشمېر نور ټپیان شوي، په کلکه وغندل.
هندي رسنیو نن راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش او د هند د بهرنیو چارو وزیر جیشنکر د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړې دي. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي او د هند د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه پر خبرو سربېره د سیمې پر وضعیت د اوکراین د جګړې د اغېزو په اړه هم خبرې کړې دي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان پر سرحدي سیمو د دغه هېواد د بریدونو په تړاو یې په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان احضار کړی دی. دغه وزارت د افغانستان پر سرحدي سیمو د پاکستاني پوځیانو بریدونه غندلي او د دغو بریدونو پر مخنیوی یې ټینګار کړی.
د خوست امنیتي چارواکي تاییدوي چې پاکستاني پوځیانو د دغه ولایت په سپېرې ولسوالي کې د وزیرستان کډوالو څلور کلي «مندته، امیر سپر، پڅي ميلې او شکوڼي» بمبار کړي. چارواکي وايي، برید مرګژوبله هم اړولې، خو تراوسه يې کره شمېرې نه دي په ډاګه شوي.
د کونړ ځايي چارواکي وايي، پاکستاني ځواکونو تېره شپه شتلن ولسوالي کې پر استوګنیزو سیمو توپچي بریدونه کړي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵ کسان په کې وژل شوي دي. دغو بریدونو کې یو کس ټپي شوی هم دی.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون