
د خوراکي توکو د بیو بېثباتي خلک او هټۍوال له ننګونو سره مخ کړي
کابل ښاریان د خوراکي توکو د بیو لوړوالي څخه شکایت کوي او وایي، که څه هم په دې وروستیو ورځو کې د افغانیو په وړاندې د ډالرو بیه رالوېدلې خو بیا هم هټۍوال په پخوانیو بیو خوراکي توکي پلوري.

کابل ښاریان د خوراکي توکو د بیو لوړوالي څخه شکایت کوي او وایي، که څه هم په دې وروستیو ورځو کې د افغانیو په وړاندې د ډالرو بیه رالوېدلې خو بیا هم هټۍوال په پخوانیو بیو خوراکي توکي پلوري.

د اسلامي امارت مسوولانو نن د اقتصادي کمېسیون په لومړنۍ غونډه کې د افغانستان ځان بسیاینې لپاره پر هڅو او د خصوصي سکتور پر ملاتړ ټینګار وکړ. هغوی وایي، هڅه کوي د هېواد په بېلابېلو برخو کې د کانونو د کېندنې په ګډون اوږدمهاله پروژې پیل کړي.

د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت چارواکيو په شفافه توګه د بشري مرستو وېشلو په موخه د اته مادهایزې طرحې د جوړوېدو خبر ورکړ.

د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمان زیرک سره له دې چې په ناڅاپي توګه د ډالرو ارزښت رالوېدو څخه اندېښنه ښيي، خو د افغانیو ارزښت لوړېدو کې د مافیایي کړیو رول ردوي. نوموړی وایي چې په تدریجي ډول د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړېدل به د صرافانو په ګټه تمام شوي وو.

د اسلامي امارت د روغتیا وزارت نن له سرطان ناروغۍ سره د مبارزې نړیوالې ورځې په تړاو د «له سرطاني ناروغانو د ساتنې تشه ډکه کړئ» تر نوم لاندې غونډه جوړه کړې وه. د عامې روغتیا وزارت مسوولانو په دغه غونډه کې وویل چې هر کال افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰۰۰ کسان پر سرطان ناروغۍ اخته کېږي او له دې ډلې له ۱۶ تر ۲۰۰۰۰ ناروغان مړه کېږي.

د پکتيا مرکز ګردېز ښار کې ډاکټرانو خپل درملتونونه او لابراتوارونه د اعتراض په ډول تړلي چې ګڼشمېر خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د بدخشان محلي مسوولان سلاموطندار ته وايي، د یاد ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې د شري ناروغۍ د خپرېدو له امله ۷۴ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي، له دوو میاشتو راپدېخوا بدخشان کې د شري ناروغۍ زیاته شوې او په لسو ولسوالیو کې د خپرېدو په حال کې ده.

ټاکل شوې چې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د روانې فبرورۍ میاشتې په وروستیو او د مارچ په لومړیو کې د بنګلهدېش په کوربهتوب له دغه هېواد سره درې یو ورځنۍ او دوه شل اوریزې لوبې وکړي.