
ملګرو ملتونو افغانستان سره د مرستې لپاره د امریکا پرېکړهلیک تصویب کړ
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې، افغانستان ته د بشري مرستو رسولو د اسانتیا برابرولو لپاره یو پرېکړهلیک تصویب کړ. دا مرستې په افغانستان کې د لومړنیو بشري اړتیاوو د ملاتړ په موخه دي او د اسلامي امارت پر اړوندو بنسټونو د بندیزونو لرې کولو په معنی نه دي.