
بېوزلۍ په فاریاب کې د یوه کس ژوند واخیست
د فاریاب د قیصار ولسوالي اوسېدونکی صفرمحمد بېګاه د دغه ولایت په مرکز میمنې ښار کې د بېوزلۍ او ناروغۍ له کبله په یوه څپره کې مړ شوی دی.
د صفرمحمد خپلوان سیدمامون وايي چې صفرمحمد یو کال مخکې د جګړې له کبله میمنې ته راغلی و او په یوه څپره کې یې ژوند کاوه.