د بلخ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست مسوولان وايي، د هغو ۱۲۵ کورنيو لپاره چې په دې وروستيو کې له ايران او پاکستانه دغه ولايت ته راستنې شوې، د ۱۲۵ کورونو د جوړولو چارې پيل شوي دي.

د مسوولانو په وينا، د دغو كورونو پر جوړولو څه باندې ۴۴ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا «یوان‌اچ‌سي‌ار» له‌خوا ورکول کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بلخ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رييس اسدالله وفا زیاتوي چې دغه کورونه به د څلورو مياشتو په موده کې د دغه ولايت په زارع، کلدار، چهاربولک او نهرشاهي ولسواليو کې بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

هغه وویل: «د ۱۲۵ شلتر «کورونه» چارې پیل شوې او نهرشاهي، کلدار، چهاربولک او زارع کې جوړېږي. د هر شلتر یا کور لګښت څلور زره ډالره دی او ټولییز لګښت یې، ۴۴ میلیونه افغانۍ دي. دا سرپناه د هغو لپاره جوړېږي چې له ایران او پاکستان په زور اېستل شوي.»

په ورته وخت کې یادو ولسوالیو ته راستنېدونکو کډوالو د یادو کورونو پر جوړولو خوښي ښودلې. راستون شوی افغان اسماعیل وایي، د سرپناه نشوالي له امله سختو ستونزو سره مخ او په وینا یې، د تېر کال په ژمي کې پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي وو.

نوموړي وویل: «اوس چې دا سرپناه راته جوړېږي، منندوی یوو. غوښتنه مو دا ده چې هغه خلک چې کور نه‌لري، هغوی ته دې هم سرپناه جوړه شي، څو خلک بې‌غمه شي. د ډوډۍ ګدا دې وې، د کور نه.»

د بلخ د والي مرستیال له نورو مرستندويه ادارو هم غواړي چې راستنېدونکو ته د لا ډېرو اسانتياوو د برابرولو په برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

د بلخ د والي مرستیال نورالهادي ابو ادریس وايي: «له بنسټونو او سازمانونو مو غوښتنه دا ده چې خپلې مرستې ډېرې کړي، ځکه راستنې شوې کورنۍ اړتیاوې لري او امکانات یې، کم دي.»

بلخ کې د کډوالو لپاره دغه کورونه په داسې حال کې جوړیږي چې تر دې وړاندې له ایران او پاکستانه راستنو شویو کډوالو د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو له نشتون څخه شکایت کړی و.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د بلخ محلي چارواکو د شمېرو پر بنسټ، د روان لمریز کال له پیل راهیسې له ایران او پاکستانه شاوخوا ۲ زره کډوالې کورنۍ دغه ولایت ته راستنې شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام