د لوګر د پاسپورت مریت مسوولان وایي چې په تېر یوه کال کې د پاسپورتونو د وېش له درکه ۱۰۵ میلیونه افغانۍ عواید ټول کړي دي.
د دغه ولایت امنیه قومنداني د پاسپورت امر مولوي عبدالله عابد پلعلم کې خبریالانو ته وویل، د تېر یوهکال په لړکې د لوګر اوسېدونکو ته څه شاوخوا ۲۰زره ټوکه پاسپورتونه وېشل شوي چې له یادې لارې ۱۰۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د حکومت خزانې ته ورکړل شوي دي.
عابد زیاتوي، چې خلکو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ برخه کې اوس بشپړ اسانتیاوې هم رامنځته شوي او د پاسپورتونو انلاین او افلاین نوملیکنه عادي حالت ته ګرځیدلې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، ښځینو لپاره د بایومتریک ځانګړې برخه رامنځته شوې او هر څوک کولای شي چې په کمه موده کې پاسپورت ترلاسه کړي.
د پاسپورټ امریت د مسوولانو په وینا؛ هغه کسان چې د ناروغانو او عاجلو کارونو له امله پاسپورټونه ته اړتیا ولري، دوی یې د یوه مکتوب په اساس مرکز ته ورپېژنې، څو یو یا دوو ورځو کې پاسپورټ ترلاسه کړي.
د یادونې وړ ده چې تېرکال هم د لوګر پاسپورټ امریت ۱۰۱ میلیونه افغانۍعواید راټول کړي وو.