Asset 1SWN

د سوداګرۍ او صنایعو پخوانی وزیر په یو کال بند محکوم شو

90-10-248x165

سترې محکمې ویلي چې د سوداګرۍ او صنایعو پخوانی وزیر میر محمدامین فرهنګ یې له واک نه د ناسمې ګټې اخیستنې او فساد په تور په یوه کال بند او دولت ته د ۸۶۴ زره امریکايي ډالرو په ورکولو محکوم کړی دی.

سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د میر محمدامین فرهنګ محکمه نن په کابل کې جوړه شوې وه. فرهنګ په دې محکمه کې نه و او محکمې یې په نه موجودیت کې پرېکړه کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، د وزیرانو ځانګړې محکمې په یوه علني قضايي غونډه کې چې د قضايي پلاوي له لوري جوړه شوې وه، د میر محمدامین فرهنګ دوسیه څېړل شوې ده.

سترې محکمې ویلي چې نوموړی محکمې ته را غوښتل شوی و، خو دا چې نه و راغلی، د قانون پر بنسټ، حاضر ګڼل شوی او موظف څارنوال ته یې وخت ورکړی چې د تورن پر وړاندې د دعوې اقامه وکړي.

په خبرپانه کې لیکل شوي: «وروسته د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو عمومي ریاست حقوقي مرستندوی چې د تورن د دفاع لپاره ټاکل شوی و، د خپل موکل دفاع وکړه او په دوام یې څارنوال او حقوقي مرستندوی د قضايي پلاوي پوښتنو ته لازم معلومات وړاندې کړل.»

میر محمدامین فرهنګ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام