Asset 1SWN

ذبیح‌الله مجاهد امریکا سره د رسمي اړیکو پر لرلو ټينګار کړی

ذبیح‌الله مجاهد ۱

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له العربیه شبکې سره مرکه کې ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره رسمي اړیکې لري او ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

هغه له امریکا سره د رسمي اړیکو پر ټینګېدو ټينګار کړی او ویلي، متحده ایالتونو سره یې دښمني ابدي نه‌ده او هېوادونه باید یو له بل سره اړیکو ته دوام ورکړي.

ذبیح‌الله مجاهد زیاته کړې چې د نړۍوالو پالیسیو له‌مخې یې چاته شرط نه دی ایښی او امریکا هم باید د رسمي اړیکو د پاللو لپاره شرطونه کېنږدي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د اسلامي امارت د ویاند دغه څرګندونې داسې مهال دي چې کابل ته د افغانستان سولې لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سفر سره‌ هم‌مهاله، د افغانستان له زندانه د یو امریکايي وګړي له خوشې کېدو او د کورنیو چارو وزارت پر سرپرست سراج‌الدین حقاني د ټاکلې جایزې له لغوه کېدو وروسته، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي امریکا سره وروستي پرمختګ مهم بللي دي.

هغه کابل کې د قطر شارژدافیر مُردِف القاشوطي سره لیدنه کې دې برخه کې د قطر دولت له اسانچارۍ او همکارۍ مننه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام