Asset 1SWN

روزګان کې دولتي کارکوونکي: موږ له دندو ګوښه او پر ځای مو د ا.ا کسان ګومارل شوي

تصويرونه (5)

د روزګان یو‌شمېر ځوانان وايي چې د دغه ولایت له دولتي ادارو ګڼ‌شمېر پر کار پوه کارکوونکي له دولتي ادارو کوښه کړل شوي او پر ځای یې د اسلامي امارت اړوند کسان ګومارل شوي دي.

دغه ولایت ته د اطلاعات او فرهنګ وزارت د مرستیال محمدیونس راشید د سفر پر مهال په لیدنه کې یو‌شمېر ځوانانو ویلي، د اسلامي امارت په راتګ سره ګڼ‌شمېر ځوانان دولتي ادارو کې له دندو ګوښه او پر ځای يې د امارت کسان معرفي شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دوی له دولتي ادارو د پخوانیو کارکوونکو د ګوښه کېدو او د اسلامي امارت اړوند کسانو د ګومارنې په اړه د څېړنې غوښتنه وکړه.

د روزګان اوسېدونکي ولي‌محمد پخلا وویل: «هر ځای چې يو ځوان ورځي د هغه څخه د جهاد پوښتنه کېږي ايا دلته ځوانان د وظيفې حق نه‌لري، که حق لري ولې د جهاد پوښتنه کېږي او که يې نه‌لري، موږ به هېواد پرېږدو. ولې زموږ څخه د جهاد پوښتنه په ادارو کې کېږي دغه تېره اوونۍ په روزګان کې يوه کمېسيون شته دغه کمېسون ټول د پخواني اداري مامورين لرې کړل.»

همداراز د روزګان یو‌شمېر نورو ځوانانو بیا په اقتصادي، روغتیايي او فرهنګي برخو کې هم د مرکز او مسوولانو د پاملرنې غوښتنه وکړه.

خو د اطلاعات او فرهنګ وزارت مرستیال محمدیونس راشد دغه ولایت ته د خپل سفر پر مهال یوې غونډې ته ویلي، دا مهال د امارت اړوند ۸۰ زره کسان بې دندې دي او په دولتي ادارو کې تر ۸۰ سلنې پخواني مامورین دي.

نوموړي وویل: «انشاالله ستاسو د ټول ولايت ستونزې به موږ تر مرکزه ورسوو تاسو مه مايوسه کېږي مايوسي حرامه ده، دغه اوس زموږ ۲۰ سلنه مجاهدين په دولتي ادارو کې په کار دي او ۸۰ سلنه نور د پخواني حکومت دي، زموږ ۸۰ سلنه مجاهدين بې دندو دي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اطلاعات او فرهنګ وزارت مرستیال وویل، له دې وروسته به د روزګان ترڅنګ د ګڼو نورو ولایتونو ځوانانو ستونزې هم اوري او د حل په برخه کې به ورسره همکاري وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام