Asset 1SWN

نړیوال جام؛ نیوزیلنډ نن نیدرلنډ سره لوبه کوي

368561

د هند په کوربه‌توب د روان کال د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې نن د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډله له نیدرلنډ سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن دوشنبه د اکتوبر نهمه د حیدراباد په «راجېف ګاندي کرېکټ نړیوال لوبغالي» کې ترسره شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نیوزیلنډ تر دې مهاله له نیدرلنډ سره څلور ځله په یو ورځنیو سیالیو کې مخ شوې چې څلور واړه لوبې نیوزیلنډ ګټلې دي.

نیوزیلنډ په روان نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه د انګلستان پر وړاندې وکړه چې یادې لوبډلې ته یې ستره ماته ورکړه. نیدرلنډ بیا د پاکستان پر وړاندې خپله لومړۍ سیالي کې له ماتې سره مخ شوې ده.

نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډله د روان یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام په سر کې ځای لري. دغه لوبډله د تېر ۲۰۱۹ کال یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام پای‌لوبې ته وتلې وه.

نیدرلنډ لوبډلې په خپلو وروستیو پنځو یو ورځنیو لوبو کې دوه ګټلي او پاتې یې بایللې دي. نیوزیلنډ بیا درې ګټلي، یوه یې بایللې او یوه یې د باران له کبله لغوه شوې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادو سیالیو په لړ کې بېګاه کوربه هند لوبډلې په یوې په زړه‌پورې لوبه کې اسټرالیا ته ماته ورکړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام