نن د جون درېیمه د «بایسکل له نړیوالې ورځې» سره برابره ده. دغه ورځ هر کال په بېلابېلو شعارونو په نړیواله کچه نمانځل کېږي.
د ملګروملتونو له لوري سږکال د جون درېیمه د «پایښت لرونکې راتلونکې لپاره د بایسکل چلول» په نوم نومولې ده. د ملګروملتونو سازمان وايي، نږدې دوه پېړۍ کېږي چې له بایسکل د لېږد رالېږد د یوې ساده او خورا کارونکې وسلې په توګه کار اخیستل کېږي.
دې سازمان د بایسکل چلونې اهمیت ته په پام همداراز ویلي چې دغه وسیله د کاربن، ګڼېګوڼې په کمښت او سالمې روغتیا په رامنځته کولو کې ارزښت لري او پر خلکو یې، غږ کړی چې د بایسکل چلول، دود کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ملګروملتونو پر خپل وېبسایټ لیکلي: «بایسکل د پاکې هوا او ګڼهګوڼې کمولو کې مرسته کوي او ښوونې، روغتیا او نورو ټولنیزو خدماتو ته د ډیرو زیان منونکو خلکو لاسرسی اسانوي. د دوامداره ترانسپورت سېسټم چې اقتصادي وده پیاوړې کوي، نابرابرۍ کموي پداسې حال کې چې د اقلیم د بدلون سره مبارزه پیاوړې کوي او د دوامداره پراختیا اهدافو ترلاسه کولو لپاره خورا مهم دی.»
په ورته مهال د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې بایسکل چلول، د زړه، سرطان، دیابت او د مړینې کچه راکموي.


